آرش ننګیال
ماشوم هغه څه ژر زده کوي چې په سترګو یې ویني، په تېره د مور او پلار د کړو تقلید ډېر ژر زده کوي، ځکه چې د ماشوم لپاره یې خپل پلار، مور او د کورنۍ نور نژدې مشران الګو یا مثال وي.
زموږ په کورنیو کې ځینې مېندې، پلرونه یا هم د کورنۍ نور مشران د خپلو خبرو او اعمالو پر مهال ماشوم په پام کې نه نیسي، د بېلګې په توګه.
ـ کنځلې : دا زموږ په کورونو کې ډېر بد عادت دی. ماشومان ترې هغه څه زده کوي چې باید زده یې نه کړي او دا د مشرانو له برکته دی .
سپکې سپورې که هر چا ته ویل کېږي خو اغېزه پر ماشوم کوي، په تېره نجونې ژر اغیزمنې کیږي. یادې کنځلې ماشوم بې لارې کوي او هغو ټکو ته یې متوجه کوي چې له زیان پرته هېڅ ګټه ورته نه رسوي.
هغه ماشومان چې په کنځلو کولو عادت شي، نورو ماشومانو ته هم په اګاه او نا اګاه ډول کنځلې کوي چې دا په ماشومانو کې د جګړې او کرکې لامل کېږي. یاد ماشومان له ځانه سره نور ماشومان هم په کنځلو عادت کوي، سم لکه ساري ناروغي.
ـ درواغ
ـ درواغ زموږ په ټولنه کې هغه ناروا عمل دی چې موږه تقریبا روا کړی دی. په دې مانا چې اوس نو درواغ کوم بد کار نه ګڼل کېږي.
پخوا به درواغ د دوو کسانو ترمنځ پټ پاتې کېدل خو له کومې ورځې چې مبایلونه راوتي دي، هرڅوک کولای شي چې د نورو درواغ واوري. موټر او ښار کې به مو ډېر کسان لیدلي وي چې کله ورته زنګ راشي، له وېرې او شرم پرته د ناستو کسانو پر وړاندې درواغ وايي.
زموږ په کورنیو کې هم همداسې حالت روان دی، زوی د پلار پر وړاندې درواغ وايي، پلار د زوی پر وړاندې.
د ماشومانو پر وړاندې درواغ ویل په دې مانا ده چې موږه هغوی ته درواغ ویل زده کوو. دا درواغ په ماشومتوب کې ډېر بد نه وي خو کله چې زموږ زوی او لور ځوانان شول هله به پوی شئ چې درواغ څه مانا.
ـ ماشومان او مجلس
موږ او تاسو تل هڅه کوو چې خپل ماشومان له مجلس نه وشړو. فکر کوو چې موږ د ماشومانو روزنې ته متوجه یو او پوهېږي.
اروا پوهان وايي چې ماشومانو ته اجازه ورکړئ چې د غټانو په مجلس کې کېني، د هغوی خبرې واوري، خبرې ورسره وکړي، مجلس ورسره وکړي او غوږ ورته ونیسي. ځکه چې ماشومان تل د زده کړې جریان کې وي، هغوی نه نوې خبرې، نوي لغاتونه، نوي اصطلاحات، طنز، کیسې او د خبرو کولو مهارتونه زده کوي. که په ډوډۍ ورسره کېني، د ډوډۍ خوړلو اداب، له نورو سره اړیکې او ټولنیز نزاکتونه زده کوي.
زموږ مجلسونه
له بده مرغه ځینو مجلسونه له فحاشوو، سپکو، غیبت، قمار، شراب، سګرټ، نسوار او دا ډول نورو بدو کړو نه مالامال وي چې هلته د ماشومانو ورتګ د ماشوم د بې لارېتوب په مانا ده. له داسې مجلسونو لرې والی پکار دی او ماشوم ته باید هېڅ کله هم اجاز ور نه کړل شي چې داسې مجلسونو کې برخه واخلي.
ـ ماشومانو دکان ته لیږل
ډیری پلرونه، ترونه او نور مشران به مو لیدلي وي چې په ماشومانو، سګرټ، نسوار او دا ډول نور توکي راغواړي. دا داسې مانا لري لکه موږ چې ماشوم ته د سګرټو او نسوارو وړاندیز کوو ( واخله سګرټ وڅکه، واخله نسوار واچوه، وګوره زه هم دا کار کوم)
له یوې خوا پرې مخدره توکي راغواړو له بل پلوه یې وخت ناوخته دکان ته په همدغو توکو پیسې لیږو، ټکنده غرمه یا هم ماښا تیاره. دا داسې محال وي چې هم د ماشومانو اختطاف کوونکو ته ښه چانس په لاس ورځي او هغو کسانو ته چې له ماشومانو جنسي استفاده کوي.
ـ د ماشومانو پر وړاندې د راز خبرې
ځینې مېرمنې چې سره یو ځای شي بیا نو هغه رازونه افشا کوي چې هېڅ ځای کې یې ویل مناسب نه وي په تېره د ماشومانو پر وړاندې. دوی د ماشومانو پر وړاندې خپلې هغه پټې خبرې کوي، یا هم د دې او د خاوند تر منځ د راز مسایل د ماشومانو پر وړاندې له نورو ښځو سره شریکوي. دوی فکر کوي چې ماشومان په دې خبرو نه پوهېږي خو دوی سهوه کوي او غلط پوه شوي دي.
د ماشوم پر وړاندې باید انسان داسې احتیاط وکړي لکه د رسنیو د کامرې مخې ته چې ولاړ وي. د کوچنیانو سترګې عین لکه د کامرې سترګه، تل انځورنه اخلي او خپلې حافظې کې یې ساتي.
ـ د ماشومانو پر وړاند جنګ جګړې
په دې هکله مې ځانګړې لیکنه کړې وه، د ماشومانو پر وړاندې جګړې، سپکې سپورې، په ماشومانو او یا هم د کورنۍ په نورو غړو د بدو نومونو اېښودل، د مور، پلار، خواښې ، نږور، د خور او ورور جګړې، مور ته یې توهین او سپکې سپورې ویل دا ټولې د ماشومانو لپاره سخت زورونکي اعمال دي چې په راتلونکې ژوند کې ورته ستونزې جوړولی شي.
دا یوازې څو بېلګې وې، دا ډول ډېر نور مثالونه هم شته.
موږ او تاسو چې غواړو تر هرچا غوره اولادونه ولرو، سره ددې چې د هغوی کړه وړه څارو او ورته متوجه یاستو، باید خپل ځان هم هېر نه کړو او خپلو خبرو او اعمالو ته پام وکړو ځکه چې ماشوم ټولې صحنې عکاسي کوي او خبرې ثبتوي.
په درنښت